د وارداتي شرکتونو مسؤلینو ته له قاچاق څخه د مخنیوي قانون په اړه د پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۱۱
moph

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیايي محصولاتو او درملو واردتي شرکتونو مسؤلینو ته د یاد معینیت په تالار کې تر سره شوه، چې په کې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د یاد معینیت د بېلا بېلو څانګو او وارداتي شرکتونو مسؤلینو ګډون کړی و.

 د خوړو او درملو مرستیال، مولوي حمدالله زاهد، د درملو واردونکو شرکتونو مسؤلینو له شتون څخه مننه وکړه، د دې غونډې موخه یې د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق مخنیوي په اړه پوهاوی یاد کړ او ویې ویل: د خوړو او درملو معینیت د یوې تنظیمي ادارې په توګه، د درملو او خوراکي محصولاتو د کیفیت او خوندیتوب ډاډمن کولو او ټولو هېوادوالو ته په مناسب قیمت د وړاندې کولو مسؤلیت لري او دې موخې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، ټول هغه قوانین چې د اسلامي سرچینو پر بنسټ ترتیب شوي او د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري توشیح شوي، ضرور باید تطبیق شي او موږ یې بشپړ پلي کولو ته ژمن یو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS