د هرات او فراه د تغذیې خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د عامې روغتیا وزارت او AADA ترمنځ تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هرات او فراه ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Agency for Assistance and Development of Afghanistan-AADA مؤسسې سره د (۴۳۹۴۱۶) څلور سوه نهه دېرش زره څلور سوه شپاړس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو نیم کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۱۱۷روغتيايي مرکزونو له لارې د یادو ولایتونو (۱۵۷۸۲۳) تنو حاد متوسط خوارځواکو کوچنيانو او شېدې ورکوونکو مېندو ته د تغذیې خدمتونو وړاندې کېږي او (۷۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د AADA مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو نیم کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې ۸۹ قلمه بې‌ کیفیته او له نېټې تېر درمل راټول شول

د کاپیسا ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د یاد ولایت کوهستان ولسوالې کې له درملتونونو او یوناني طبابت مرکزونو څخه د څارنې په پایله کې ۸۹ قلمه بې‌کیفیته او له نېټې تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د روغتیايي زیربناوو او خدمتونو پراختیا:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۵۳.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ننګرهار ولایت حصار شاهي بشپړ روغتیایي مرکز کې د مور او ماشوم څانکې لپاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د میزان میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د درملو او طبي تجهیزاتو وېش:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د څه باندې ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بادغیس، دایکندي، غور، کاپیسا، کونړ او بلخ ولایتونو ته ۳۴۰۹ قلمه درمل او طبي تجهیزات. . .

BACK TO NEWS