د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره رئیس معارفي شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۱:۲۰
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د ریاست الوزراء محترم مقام د حکم له مخې ډاکټر رسول خان نظري د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وګمارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي محمد حسن محمدزي وویل، تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل دی او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء  محترم مقام د حکم له مخې یې د کاري چارو ښه والي په موخه ډاکټر رسول خان نظري چې پخوا یې د غزني د عامې روغتیا رئیس په توګه دنده ترسره کوله د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ورپېژنده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS