د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۳۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوې ناستې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه.

 

په دې لیدنه کې د حج بیت الله شریف د روغتیايي ټیمونو لپاره د استازو معرفي کېدو او افغان حاجیانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په دې ناسته کې د مرکزي روغتونونو له رئیسانو وغوښتل، چې ژر تر ژره خپل هغه روغتیايي کارکوونکي چې په شرایطو برابر متخصصین، فارمسستان او او نرسان په کې شامل وي د حج بیت الله شریف روغتیايي ټيمونو ته معرفي کړي؛ ترڅو دغه ټیمونه وکولای شي د اړتیا په وخت کې د حاجیانو روغتیايي ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه ترسره کړي.

سربېره پر دې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ټینګار وکړ، چې د روغتیايي کارکوونکو د انتخاب پروسه دې په شفاف ډول د پچې اچونې له لارې ترسره شي؛ ترڅو په شرایطو برابر او وړ کسان په دې برنامه کې شامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغان حاجیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه سږ کال حج بیت الله شریف ته تلونکي روغتیايي ډله کې ۱۷ تنه د داخلې څانګې متخصصین، ۲ تنه جراحي متخصصین، ۳ تنه نرسان او ۳ تنه فارمسستان شامل دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست په تخنیکي همکارۍ د ختیځ زون د عدلي طب مسؤلینو او ډاکټرانو ته د کتلوي پېښو مدیریت تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی ټریننګ پیل شو

د یاد ټریننګ د پرانېستې پر مهال د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف وویل: (عدلي طب یو مهم او حساس مسلک دی، نو د قضیو د څېړلو پر مهال د ریښتینولۍ اصل په نظر کې نیولو سره له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو ښه والي او پر وخت تر سره کېدو په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د وزارت کارکوونکو شتون درلود، د. . .

BACK TO NEWS