د مرضونو د مخنیوي او کنټرول ترعنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د وړتیا لوړونې ریاست له لوري د ۸ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته د IPC (د مرضونو د مخنیوي او کنټرول) ترعنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

یاد ټریننګ چې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د پوهاند سید الف شاه غضنفر انسټېټیوټ په تالار کې ترسره شو، په کې د فراه، پکتیا، ننګرهار، کندز، هرات، بامیان، بلخ او میدان وردګ ولایتونو څخه ۲۵ تنه روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، چې د مجربو استادانو له لوري ورته په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS