د غزني ولایت سيمه ييز تخصصي روغتون ته د ۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۹ قلمه طبي وسایل ولېږدول شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۲۴
MOPH

د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت سيمه ييز تخصصي روغتون د اړتیاوو پوره کولو په موخه، د شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۹ قلمه بېلابېل طبي وسایل چمتو او دغه روغتون ته ولېږدول شول.

د غزني د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع‌الله د یادو طبي وسایلو برابرول د روغتون د بېلابېلو څانګو د اړتیاوو پوره کولو، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو او ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې زموږ موخه د روغتیايي خدمتونو ښه‌والی او هېوادوالو ته پر وخت او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۳:۲۴
Background image

د غزني ولایت سيمه ييز تخصصي روغتون ته د ۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۹ قلمه طبي وسایل ولېږدول شول

د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت سيمه ييز تخصصي روغتون د اړتیاوو پوره کولو په موخه، د شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۹ قلمه بېلابېل طبي وسایل چمتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۲:۱۴

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د شکرې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې د وينا پرمهال:

د شکر ناروغۍ نړيوال فدراسيون د شمېرو. . .

BACK TO NEWS