د غزني سیمه ییز روغتون د جوړولو چارې په چټکۍ سره رواني دي
د غزني ولایت سیمه ييز روغتون د جوړولو چارې د ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت په چټکۍ سره روانې دي او تمه ده، چې د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې د روغتون د ودانیزو چارو لویه برخه بشپړه شي.
همداراز، د دغه روغتون لپاره اړین روغتیايي او طبي تجهیزات هم برابر او د روغتون ساحې ته انتقال شوي دي، چې په دغو تجهیزاتو کې د سي ټيسکن (CT Scan) ماشین او نور اړین طبي تجهیزات شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به د غزني ولایت اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمات لا معياري او پراخه شي.
