د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لورې غزني ولایت کې د امبولانس خدماتو پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۵:۱۹
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند، د نږدې ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د امبولانس خدماتو فعالېدو پرانیسته وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په غزني ولایت کې د امبولانس خدماتو پیل د روغتیایي خدماتو د پراختیا لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته به د دې ۷ عرادې عصري امبولانسونو په مرسته د لویو لارو ترافیکي پېښو او نورو بېړنیو حالاتو  ته په وخت رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS