د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د(UNCHR) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۶:۴۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې (UNHCR) مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې استازی لیونارد زولو په مشرۍ ګډ پلاوي ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد یاد پلاوي ته د ښه راغلاست وروسته وویل چې عامې روغتیا وزارت راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا برخه کې پوره  چمتوالی لري او په دې برخه کې یې له یادې نړیوالې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې مسئولینو په یاده ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ ، راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي پاملرنې او نویو روغتیایي مرکزونو ایجاد په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر ښاغلي قلندر عباد د راستنیدونکو کډوالو برخه کې د( UNHCR) له دوامداره همکارۍ مننه وکړه او د روغتیا برخه کې یې د نورو اسانتیاوو رامنځته کیدو غوښتنه وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS