د عامې روغتیا وزیر په ننګرهار ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره وکتل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۵:۱۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال دې ولایت کې د یونیسیف او تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو سره په روغتیايي برخه کې د یو شمېر ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د تطبیق کوونکو مؤسسو مسؤلینو ته په روغتیایي خدماتو کې د شته ستونزو د حل سپارښتنه وکړه.

بل لور د تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ژمنه وکړه، چې په وخت به یادو شویو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو لپاره به لازمې هڅې ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ښار په ۵مه او ۱۳مه ناحیه کې د مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا. . .

BACK TO NEWS