د عامې روغتیا وزیر د نهرین ولسوالۍ روغتون له خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۳۵
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نهرین ولسوالۍ روغتون له خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نهرین ولسوالۍ روغتون له بېلابېلو روغتیايي څانګو د لیدنې سربېره د ټولو هغه روغتیايي کارکوونکو څخه چې هېوادوالو ته په صادقانه ډول خدمت ترسره کوي مننه وکړه او روغتیايي کارکوونکي یې د ولس رېښتوني خدمتګاران وبلل.

 

ښاغلي وزیر همداراز د یاد روغتون کارکوونکو ته د هېوادوالو د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د ناروغانو د معیاري درملنې په برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS