د عامې روغتیا وزیر د دودیزو درملو د نړیوالې سرمشریزې پر مهال د ۲۳ هېوادونو د روغتیا له وزیرانو سره په ځانګړې ناسته کې ګډون او وینا وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۹:۵۹
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوديزو درملو اړوند د روغتيا نړيوال سازمان د دوهمې سرمشریزې غونډې پرمهال د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتيا له وزيرانو سره جلا ناسته کې ګډون او وینا تر سره کړه:

د دې ناستې موخه چې د ګډو تجربو تبادله، د دودیزې درملنې برخې پياوړي کول، د همکاريو پراختيا او د‌ هېوادونو تر منځ روغتيا برخه کې د دومداره همغږۍ رامنځته کول وو د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپله وینا کې د دودیزو درملو اهمیت او د عامې روغتیا په پرمختګ کې د دې درملنې ارزښت بیان او ويې ويل، په معيار برابره دودیزه درملنه د روغتیايي خدمتونو پراخوالی تضمینوي او په روغتيايي سکټور د خلکو باور هم زیاتوي.

همدارنګه ښاغلي وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل: (دا دوهم نړیوال کنفرانس د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزې درملنې د نړیوالې ستراتیژۍ (۲۰۲۵–۲۰۳۴) کلونو پورې د پلي کېدو د پیاوړتیا لپاره جوړ شوی دی، هغه ستراتیژي چې د شواهدو پر بنسټ د دودیزې او تکمیلي درملنې پیاوړتیا، د دودیزې درملنې خوندي او اغېزمنې کارونې لپاره د یو منظم چوکاټ رامنځته کول، له روغتیايي سیستمونو سره معقول ادغام او د ټولنو پیاوړتیا اساسي محورونه ګڼي).

 دغه راز ښاغلي وزير ټینګار وکړ، چې افغانستان په رسمي ډول د یادې ستراتیژۍ ملاتړ کوي او ژمن دی چې د خپلې دوديزې درملنې ملي تګلارې، نصابونه او مقررات له نړیوالو معیارونو سره همغږي کړي.

بل لور، د هېوادونو د روغتيا وزيرانو، د ګډو هڅو اهمیت او د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او د روغتیايي سیسټمونو د قوي کولو، د دودیزو درملو برخه کې د نړیوالو همکاریو پراختیا او د علمي او تخنیکي تجربو د شریکولو د دوام برخه کې يې د ګډو همکاريو ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS