د عامې روغتیا وزیر د آغا خان بنسټ له رئیس سره وکتل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۸:۴۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د آغا خان بنسټ رئیس، ډاکټر نجم الدین نجم سره د روغتیايي خدمتونو په ښه والي، د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړونې او نورو اړینو موضوعاتو بحث ترسره کړ.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، نورجلال جلالي د آغاخان بنسټ رئیس، ډاکټر نجم الدین نجم سره په دغه ناسته کې په غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ټینګار وکړ او دغه راز یې یاد بنسټ ته د روغتیا په برخه کې د خدمتونو پر شفافیت او لا ښه والي سپارښتنې تر سره کړې.

د  آغاخان بنسټ رئیس، ډاکټر نجم الدین نجم د عامې روغتیا وزیر څخه د مننې ترڅنګ د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ ښه والي راوستلو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS