د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۲۹
MOPH

په دې لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس، مولوي نور حیدر صدر، د پلټنې عالي ادارې د فعالیتونو رئیس، احمد شکیب ستاري او د پلټنې په عالي ادارې کې د ارشاد او دعوت رئیس، مولوي عیسی خان راهب په ګډون ګډ پلاوي شتون درلود.

د پلټنې عالي ادارې د ځانګړو فعالیتونو عمومي رئیس او ګډ پلاوي په روغتونونو کې موجوده ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادې ادارې مسؤلینو ته په روغتونونو کې د موجوده ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خاص کونړ سل بستریز مؤقت روغتون څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني کونړ ولایت د سفر په ترڅ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د زلزله ځپلو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

د چین هېواد MCC کمپنۍ په ختیځ زون کې د زلزله ځپلو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو شمېر اړینو توکو او درملو مرسته وکړه

یاده مرسته افغانستان لپاره د چین سفارت او د MCC کمپنۍ د استازو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي ته وسپارل شوه، چې په کې خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS