د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي د کابل ابن سینا صدري روغتون له خدمتونو نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۵۵
MOPH

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړه څارنه، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د څارنې او پلټنې رئیس او مل پلاوي د ابن سینا صدري روغتون ټولې څانګې ولیدې، د ناروغانو احوال یې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

د څارنې او پلټنې رئیس دغه راز، روغتیايي پرسونل ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې له هېڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS