د عامې روغتیا وزارت له ARDHO مؤسسې سره په بادغیس کې د تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۲۱
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري بادغيس ولایت کې د تغذیوي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghanistan Research, Development, and Health Organization-ARDHO مؤسسې سره د (۱۶۳۴۵۸) یو سل دري شپېته زره څلور سوه اته پنځوس ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۴۲ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۵۱۸۲۸) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۹) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د ARDHO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د  یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له ARDHO مؤسسې سره په بادغیس کې د تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بادغيس ولایت کې د تغذیوي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghanistan Research, Development, and Health Organization-ARDHO مؤسسې سره د (۱۶۳۴۵۸) یو سل دري شپېته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۷
Background image

په دایکندي او هلمند ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د دایکندي او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري تر سره شو، چې پایله کې یې په دایکندي ولایت کې ۳۰ قلمه درمل او خوراکي توکي راټول او د له. . .

BACK TO NEWS