د عامې روغتیا وزارت له لوري په بادغیس ولایت کې د انتاني ناروغیو ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۵:۳۷
د عامې روغتیا وزارت له لوري په بادغیس ولایت کې د انتاني ناروغیو ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د بادغیس والي، مولوي عبدالصمد جاوېد، د بادغیس عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر عجب خان، روغتیايي کارکوونکو او د روغتیايي خدماتو تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

یاد روغتون چې په مجهزو او عصري وسایلو سمبال دی د بادغیس ولایت اوسېدونکو د روغتیايي خدماتو په ښه والي کې به مثبت اغېز ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د GeneXpert ماشین فعال شو

د دغه ماشین په فعالیت سره به د نري رنځ (TB) ناروغۍ د دقیق او چټک تشخیص په برخه کې شته ستونزې حل او د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

همدارنګه، یاد ماشین به د نري رنځ ناروغۍ په مخنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او ۲۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل:. . .

BACK TO NEWS