د عامې روغتیا وزارت له لوري د لاسونو مینځولو په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۴:۳۷
MOPH

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، روغتیا نړیوال سازمان استازو او روغتیایي کارکوونکو ګډون درلود.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د اسلام مبارک دین له نظره د پاکوالي اهمیت روښانه او ویې ویل: د لاسونو مینځل د ډېری ناروغیو، لکه نس ناستي، کولرا، سینه بغل او COVID-19 مخنیوی کوي.

ښاغلي مرستیال دغه راز، د لاسونو پاکوالي برخه کې د عامې روغتیا وزارت د اقداماتو په اړه معلومات وړاندې او له اړوندو مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې په پام کې ونیسي او د لاسونو مینځلو دود ته وده ورکړي؛ ترڅو له دې لارې د ناروغیو د لېږد مخه ونیول شي.

همدارنګه، د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د لاسونو مینځلو ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا ترسره او په روغتونونو کې یې د لاسونو مینځلو وسایلو پر برابرولو ټینګار وکړ؛ ترڅو د انتاني ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS