د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کابل ښار پنځمه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو او قصابیو څخه نظارت تر سره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۳
MOPH

د دې نظارت موخه روغتیایي اصولو او حفظ الصحې ته پاملرنه، د کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، له روغتیایي خطرونو څخه مخنیوی او په سمه توګه کاري ځای کې د روغتیایي معیارونو تطبیق کول دي، چې پایله کې یې د روغتیا چک لیسټونه په دقیق ډول بشپړ شول، سرغړونې او نیمګړتیاوې وپېژندل شوې او د حل په موخه له مسؤلینو سره شریکې شوې، د روغتیایي وضعیت ښه کولو او په راتلونکي کې د ستونزو مخنیوي لپاره اړینې سپارښتنې وشوې او د هوټلونو او قصابیو له مسؤلینو څخه لیکلې ژمنې واخیستل شوې؛ تر څو ژر تر ژره اړین اصلاحات راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
Background image

ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو پراختیا اړوند یو ارزښتمن هوکړه لیک لاسلیک شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث ندامحمد ندیم، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او د دواړو وزارتونو مرکزي. . .

BACK TO NEWS