د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیايي تأسیساتو د ارزونې ریاست مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې چې د روغتیايي تأسیساتو ارزونې رئیس، مولوي محمودالله زاهد هم شتون درلود، د یاد ریاست د ضرورتونو ، په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د قوانینو پلي کېدو او د ریاستونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ اړوند خبرې ترسره شوې چې له دې وروسته ستونزو ته د رسېدنې په موخه به د یوې اونۍ په ترڅ کې د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د خصوصي سکتور ریاست، نظارت ریاست او طبي شورا د جوازونو برخې مسؤلینو سره دهمغږۍ ناستې تر سره کیږي، ترڅو د ستونزو حل په موخه یو ګډ او منظم میکانیزم رامنځته او پر وخت ورته رسېدنه وشي.
د څارنې او پلټنې لوی رئیس، د کاري بهیر د لا ښه والي لپاره اړینې لارښوونې ترسره او د روغتیايي تاسیساتو څارنې ریاست له کاري بهیر او بېلا بېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه.