د عامې روغتیا وزارت د پلټنې پلاوي د هرات د رباط سنګي او تورغونډۍ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۳۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ CHC او د تور غونډۍ +CHC روغتيايي مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، د واکسیناسیون خدمات، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو پاکوالی او د انتاناتو د کنټرول اصول د روغتيا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول او د خدمتونو پر کیفیت، د ساری ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو په رعایت، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، د کارکوونکو چلند او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پر حساب ورکوونې، شفافیت او د مراجعینو د حقونو په رعایت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS