د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم په مشرۍ مل پلاوي د دې وزارت له یو شمېر  ریاستونو او آمریتونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۸:۲۲
MOPH

یاد پلاوی د دې وزارت د روږدو ملي برنامې ریاست، چاپیریال روغتیا ریاست، د روغتیايي تاسیساتو ریاست، ظرفیت لوړونې ریاست، داخلي تفتیش ریاست،  جدي پاملرنو آمریت، او د معلولینو فزیکي رغونې امریت څخه د نظارت پرمهال د مسئولینو او کارکوونکو موجودیت، حاضري او اداري چارې له نږدې ولیدې او هم یې د یادو ریاستونو مسئولینو ته سپارښتنې وکړې، چې خپلې اداري چارې په منظم ډول ترسره  او د غیر حاضرۍ څخه ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په لارښوونه د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم په مشرۍ پلاوی ټاکلی څو په دوامداره توګه د دې وزارت اړوند روغتونونو،ریاستونو او نورو برخو څخه نظارت ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS