د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د روږدو درملنې پر روغتون د برید له ټپیانو ليدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۲۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د پاکستان له لوري د روږدو درملنې روغتون باندې د وحشيانه برید له امله د ټپي شويو هېوادوالو احوال واخيست.

د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي مرستیال د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او لا یې وهڅول، چې د ټپیانو لازمه درملنه ترسره او خپلو مسؤليتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

دغه راز، ښاغلي مرستیال د پاکستان له لوري د روږدو درملنې پر روغتون د شوي وحشیانه برید له ټپیانو سره په لیدنه کې د هغوی د روغتيا هيله څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS