د عامې روغتیا وزارت د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۵۹
MOPH

په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان او UNODC استازو، مرکزي رئیسانو، روغتیایي کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نشه یي توکو د کښت د منعې فرمان له امله ا.ا د هېواد له لپاره یو ستر نعمت وباله او له روغتیایي کارکوونکو څخه یې مننه وکړه، چې د روږدو ناروغانو درملنې برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.

ښاغلي وزیر دغه راز، له نړیوالو خیریه بنسټونو څخه په یاده برخه کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په راتلونکي کې شته ستونزې حل او د روغتیایي کارکوونکو شمېر او ظرفیتونه لوړ کړي.

همدارز، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني نشه یي توکي د پر مختګ مانع او د اسلامي شریعت له نظره حرام وبلل او زیاته یې کړه چې نشه یي توکي یوازې یوه فرد ته زیان نه رسوي، بلکې ټولنې او هېواد ته هم ستر زیان رسوي.

په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس انعام الله عمار، د روغتیا نړیوال سازمان او UNODC استازو، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې، عامه پوهاوي او تر سره شویو پر مختګونو په اړه هر اړخیزې ویناوې ترسره او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په لاسونو د روږدو ناروغانو درملنې بېلا بېلو روغتونونو مسؤلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS