د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د شواهدو پر بنسټ د نشه یي توکو د درملنې او بیارغونې د خدماتو په اړه د درې ورځني ورکشاپ پرانسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۴۷
MOPH

دغه ورکشاپ چې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست له لوري جوړ شوی و، په کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ریاست سرپرست ډاکټر محمد ظاهر منګل، د وزارت د اړوندو ریاستونو مسؤلینو، افغانستان کې د ساري ناروغیو (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤل ډاکټر عبدالرحمن شرین دل او د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مرکزي او ولایتي کارکوونکو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، یاد ورکشاپ د نشه یي توکو د مخنیوي برخه کې مهم وباله او د نشه یي توکو پر وړاندې یې د اغېزمنې مبارزې لپاره په خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي مرستیال همداراز، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا لپاره د کورنیو چارو وزارت او نړیوالو بنسټونو ملاتړ او همکاري اړینه وبلـلــه، تر څو د روږدو ناروغانو لپاره اغېزمن او د لاس رسي وړ خدمات ترسره شي.

یاد ورکشاپ چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، په کې د نشه یي توکو د ضررونو، مخنیوي، روږدو ناروغانو درملنې او د نشه یي توکو د زرقي استعمال له لارې د خطرناکو ساري ناروغیو د انتقال په اړه هر اړخیز پریزینټېشنونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS