د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ مجلس تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۹:۲۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا وزارت له رئیسانو سره د روغتیايي سیستم د پرمختګ ،له نړیوالو مؤسساتو سره پر  مؤثرو روابطو ، د روغتیا په برخه کې د موازي پروژو پر کیفیت او مؤثریت او په روغتیايي سیستم کې د شته ستونزو په نښه کولو او د حل لارو موندلو په موخه مجلس تر سره کړ .

په دې مجلس کې چې د خوړو او درملو معین ښاغلي مولوي حمدالله زاهد هم شتون درلود د خصوصي سکتور له لوري د وړاندې کیدونکو خدماتو پر ارزونې او څارنې هم خبرې تر سره شوې چې په توسط به یې له خصوصي سکتور نظارت لا پیاوړی او د کیفیت په برخه کې به مؤثریت ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS