د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان د هندوستان روغتیايي سکټور له متخصصینو او سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۸
moph

په دې لیدنه کې هندي پلاوي د روغتیا سیستم او زیربناوو عصري کولو، نړیوالو معیارونو سره سم د کیفیت لرونکو روغتیايي خدماتو چمتو کولو، د مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او د درملو او طبي تجهیزاتو تولید برخو کې د پانګونې په موخه خپلې طرحې او پلانونه د خصوصي سکټور همغږۍ او تنظیم له رئیس سره شریکې او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت څخه د ملاتړ غوښتونکي شول.

د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس هندي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ناسته زموږ د ادارې لپاره یو ښه فرصت دی، موږ نه یوازې ستاسې د طرحو او پلانونو ملاتړ کوو؛ بلکې موږ هڅه کړې چې د روغتیايي سیستم پیاوړتیا لپاره د هندوستان هېواد له تجربو څخه ګټه واخلو او د خپل هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او عمومي هوساینې لپاره د یاد هېواد فعالیتونه یوه بریالۍ بېلګه ګڼو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو

د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو

د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو

دغه عمليات د ياد. . .

BACK TO NEWS