د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي او غبرګون( EPR ) ټیم په نورستان ولایت کې د ډاکټر پروین نورستانۍ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۳۰
moph

په دغه لیدنه کې چې د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد نیازي او د تطبیق کوونکې مؤسسې مسئول ډاکټر سید داود غني شتون درلود، د ( EPR ) ټیم مسئولینو د یاد روغتیايي مرکز، عامې روغتیا ریاست او تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه د روغتیایي مرکز شته نیمګړتیاوې حل کړي؛ څو ناروغانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ واقع نه شي.

د یاد ولایت روغتیایي مسئولینو د شته نیمګړتیاوو د حل ډاډ څرګند او له EPR ټیم څخه یې مننه وکړه، چې نورستان ولایت ته د خپل سفر پرمهال یې له ډاکټر پروین نورستانۍ روغتیایي مرکز  څخه هم لیدنه ترسره کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS