د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې د ټرینر متخصصینو ۲۰۸ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۴۰
moph

یاده ازموینه د ازموینو ملي ادارې له لوري د اکمال تخصص ریاست مسلکي کمېټې په مرسته  د ۴۴۴ تنو متخصصینو څخه د داخله او جراحي پرنسیپونو  په ۲۳ تخصصي څانګو کې  واخیستل شوه، چې موخه یې د تخصص بشپړولو برنامې د ټرینر متخصصینو خالي بستونو ته د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د ټرینرانو ګمارل دي کوم چې د اکمال تخصص ریاست د پلان سره سم د ټریني ډاکټرانو د روزنې وړتیا ولري.

د یادونې وړ ده، چې د یادې ازموینې پاتې برخه (عملي برخه) به هم په شفاف ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS