د عامې روغتیا د نظارت رئیس د نورستان ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره وکتل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۱:۵۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي نورستان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره وکتل

په دې لیدنه کې د یاد ولایت په روغتیايي سکتور کې د پرمختګونو، لاسته راوړنو او موجوده ستونزو د حل په موخه بحث ا وخبرې ترسره شوې.

سربېره پر دې د یادې لېدنې په ترڅ کې د یو منظم پلان جوړولو وروسته له یو شمېر روغتیايي مراکزو نظارت ترسره او مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت د اصولو په پام کې نیولو سره ناروغانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو

دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي. . .

BACK TO NEWS