د طبي وسایلو او درملو یوه کڅوړه لوګر ولایت ته وسپارل شوه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۷ - ۱۰:۴۶
د طبي وسایلو او درملو یوه کڅوړه لوګر ولایت ته وسپارل شوه

چهارشنبه، ۱۷ وری ۱۴۰۱

د لوګر د عامې روغتیا ریاست اعلان وکړ چې دغه ولایت ته یې د اړتیا وړ وسایلو او درملو مرسته رسیدلې ده.

په دې لېږد کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د الټراساؤنډ وسایل، مانیټرونه، د اکسیجن جنراتورونه او درمل شامل دي.

د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر قدرت الله عادل د يادې مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل، چې ياد وسايل به په روغتونونو کې د درملنې لپاره لېږدول کېږي او په روغتيايي مرکزونو کې به ترې ګټه اخيستل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS