د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس، الحافظ انعام الله عمار او مل پلاوي د ننګرهار ولایت د روږدو ناروغانو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون څخه نظارت وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۲:۳۹
moph

یاد نظارت کې د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس د روغتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، په ترسره کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده او مسؤلینو ته یې د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، نوموړوي د یاد روغتون له مسؤلینو او روغتیایي کارکوونکو سره په یوه ناسته کې پر یووالي، همغږۍ، متقابل احترام، اطاعت او له ناروغانو سره د لازم چلند پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې، چې د روغتون د مسؤلینو له لوري ورته په ټولو برخو کې د اطاعت او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS