د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د سرطان کنټرول ملي پروګرام ته د طبي تجهیزاتو سپارل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۸:۴۳
MOPH

د عامې روغتيا وزارت د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې روغتون کې د روغتیا برخې له نړيوالو همکارانو سره ناسته ترسره او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د سرطان کنټرول ملي برنامې ته ځینې اړین طبي تجهیزات وسپارل شول.

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي‌ مولوي عبدالولي حقاني، د افغانستان لپاره د قطر هېواد سفير مردف بن علي القاشوطي، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، مرکزي رئیسانو، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو او سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې روغتون روغتیایي کارکوونکو شتون درلود، د روغتيايي همکاريو پراختيا، دوام او پياوړتيا په اړه خبرې ترسره شوې.

ښاغلي مرستیال، د روغتيا نړيوال سازمان له همکارۍ څخه مننه وکړه او ياد سازمان يې د وزارت مهم او باوري شريک وباله او ويې ويل: نننۍ غونډه يواځې د ځینو طبي تجهیزاتو د سپارلو په موخه نه ده ترتیب شوې، بلکې په ټولو برخو کې د ګډو همکاريو ښکارندويي کوي.

همدارنګه، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام تخنيکي او علمي مرستیال ډاکټر خالد احمد خالد د سرطان د تشخيص او درملنې روغتون په اړه هر اړخيز معلومات د يو پريزنټيش له لارې وړاندې کړل.

ورته مهال، د افغانستان لپاره د قطر هېواد سفير او د روغتيا نړيوال سازمان مسؤلینو هم ويناوې ترسره او د افغانستان روغتیایي سکتور د پرمختګ لپاره يې د ورته مرستو ډاډ څرګند کړ‌.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS