د روغتیايي معلوماتو سیسټم لپاره د واحد ټارګیټ جوړولو اړوند دوهمه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۴۶
moph

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت په مشرۍ د روغتیا معلوماتي سیسټم (HMIS) تخنیکي ټیم او (WHO, UNFPA, Global Fund, UNDP UNICEF,) ادارو له استازو سره ترسره شوه، چې په کې د روغتیايي معلوماتو سیسټم د همکارانو له لوري د هېواد روغتیايي مرکزونو لپاره د واحد ټارګیټ جوړولو په موخه د تېرو کړنو پر اساس ټول میکانیزمونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شول.

یاد میکانیزمونه د ګډونوالو له لوري ومنل شو او پرېکړه وشوه، چې د روغتیايي معلوماتو سیسټم د تخنیکي ټیم له لوري دې د دوو اونیو په ترڅ کې د هېواد ټولو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته واحد ټارګیټونه وټاکل شي او د نهایي کولو په موخه دې راتلونکي ناسته کې شریک شي.

همداراز، پرېکړه وشوه چې د HER پروژې روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره به هم نوي ټارګیټونه اضافه کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS