د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پروان ولایت کې د جک تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۴:۳۶
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پروان ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال دې ولایت کې د جک تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

په دې  ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو ته سپارښتنې وکړې، چې ژر تر ژره شته ستونزو ته رسېدنه ترسره او د روغتیايي خدمتونو بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مرستیال دغه راز یاد  ولایت کې د (JACK) تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو څخه په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې  ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره، په چارو کې روڼتیا رامنځته او د درملو، طبي وسایلو او ژمنیو توکو په چمتو کولو کې عامې روغتیا وزارت سره د شوې  تفاهمنامې  په اساس خپلې چارې مخ ته یوسې.

بل لور د جک تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو په یاده ناسته کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو شریکولو سربېره د شته ستونزو د ژر حل  ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS