د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د پنجشیر ولایت د ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۹
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پنجشیر ولایت ته سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د ایمرجنسي روغتون څخه لیدنه وکړه

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون د بېلابېلو برخو څخه د نږدې لیدنې سربېره د دغه روغتون له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه.

ښاغلي مرستیال د ایمرجنسي روغتون  له ترسره کېدونکو روغتیايي خدمتونو خوښي وښوده  او مسئولینو ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ایمرجنسي روغتون مسئولینو د روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې د روغتیايي خدمتونو د ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې دې ولایت ته سفر کړی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا رياست د روږدو درملنې سل بستريز روغتون کې د روان کال له پيل تر دې دمه د ۴۳۰ تنو روږدو کسانو درملنه شوې ده

د ياد روغتون امر، ډاکټر نياز محمد جويا وايي، په دغه روغتون کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې (۴۶۶) تنه روږدي راجستر او بستر شوي، چې له ډلې یې (۴۳۰) تنه روغ شوي، (۵۳۳) تنه تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د آنلاین ډيټابیس سیسټم پرانيسته تر سره شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، د اکمال تخصص لوی رئيس دوکتور نثار احمد نيازي، د وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او. . .

BACK TO NEWS