د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه تورخم ته د عامې روغتیا وزیر سفر

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۵۰
moph

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال تورخم کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړه

په دې ارزونه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي آمین الله شریف، د وزارت مرکزي رئیسانو او روغتیاپالانو هم ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، په تورخم کې د جوړو شویو بېلا بېلو روغتیايي مرکزونو له فعالیتونو ارزونه ترسره، د راستېدونکو ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي کارکوونکو او مسئولینو د ترسره کړو فعالیتونو ستاینه یې وکړه او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وزیر همداراز، تورخم کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت لوړولو، تجهیزاتو برابرولو، درملو او نورو برخو ته په ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت به د تورخم په عمري مېشت غالي کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS