د روغتيايي خدمتونو د EPHS او BPHS بستو (کڅوړو) د بیاکتنې په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۳
MOPH

ياده ناسته د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکتر سید رسول منګل په مشرۍ د اړوند ریاستونو د استازو، تمویلوونکو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د روغتيايي خدمتونو د EPHS او BPHS کڅوړو نوي کېدل، د دې خدمتونو د پلي کېدو پړاوونه، د خدماتو کچې، د روغتيايي مرکزونو لپاره د بشري سرچینو اړتیاوې، تجهیزاتي لېستونه او ساختماني ظرفیتونه په هر اړخیزه توګه وڅېړل شول.

همدارنګه، د پروګرامي او عمودي (Vertical) خدماتو ادغام، د خدماتو د پوښښ پراختیا او د باکیفیته او معیاري روغتيایي خدماتو وړاندې کول د دې ناستې له نورو موضوعاتو څخه وو، چې له ګډونوالو سره شریک او هر اړخيز  بحث پرې وشو.

ګډونوالو د پورته ذکر شويو موضوعاتو په اړه خپل تخنیکي نظرونه او وړاندیزونه شریک او د بشري سرچينو د اړتیاوو معلومولو، د تجهيزاتو د معياري لیستونو برابرولو او د خدماتو د بستو تفصیلي جوړښت په موخه د اړوندو څانګو د متخصصینو او کارکوونکو په ګډون درې فرعي کمېټې وټاکل شوې؛ تر څو چارې په چټکۍ سره تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ درویشتمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

 په دې ناسته کې د وزارت د مقام د حکمونو، لارښوونو د تعقيب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د افغانستان لپاره د ايران له سفير، ښاغلي علي رضا بیکدلي سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د ګډو تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې تر. . .

BACK TO NEWS