د روغتونونو درجه بندي د جنوب زون په ولایتونو کې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د جنوب زون ځانګړي ټیم له لوري په تېرو ۱۷ ورځو کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه تر دې دمه د جنوب زون په هلمند ولایت کې له اوو، نیمروز ولایت کې له دوه او په کندهار ولایت کې  له ۷ خصوصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د دغه پروسې په اړه د بشپړ معلوماتو وړاندې کېدو سربېره د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتیا ولایت کې د جن اکسپرټ ماشین فعال شو

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د زرمت ولسوالۍ په روغتون کې د نري رنځ د تشخیص ماشین (جن اکسپرټ) فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 

د یاد ماشین په مرسته به د اړوند ناروغانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۳۶
Background image

د اندارګاندي ماشومانو د درملنې روغتون څخه د تخصص ټیم لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل ټیم د تخصص په برخه کې د شته نیمګړتیاوو له منځه وړلو، د ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو ستونزو ته د رسېدو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۱۴
Background image

په تېر ۱۴۰۲ کال کې په وزیر اکبر خان روغتون کې نږدې (۴۹۵۵۳) جراحي عملیاتونه ترسره شوي

په تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د عامې روغتیا وزارت په وزیر اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې نږدې (۴۹۵۵۳) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي!

په یادو جراحي عملیاتونو کې ۱۰ زره اته سوه درې ستر او ۳۸. . .

BACK TO NEWS