د درملو د لوژستیکي معلوماتو لپاره د برېښنايي سیستم د جوړېدو په تړاو ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معینیت کې د درملو د لوژستیکي معلوماتو لپاره د جوړېدونکي برېښنايي سیستم په تړاو ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، یو شمېر مرکزي رئیسانو او تخنیکي مسئولینو ګډون کړی و.
یاد برېښنايي سیستم چې د دې وزارت د تخنیکي ټیم په مرسته ډیزاین او ترتیب شوی چې د هېواد په کچه د روغتیايي حوزو او روغتیايي مرکزونو لپاره د درملو د لوژستیکي معلوماتو د تنظیم او مدیریت په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام دی.
یاد سیستم چې د جوړېدو په حال کې دی، په تدریجي ډول به بشپړ شي او پلان دی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د عامې روغتیا وزارت له کاري شریکانو سره د یوه علمي کنفرانس له لارې د وروستیو نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه شریک شي.
