د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۵۹
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو رئیس او اړوندو مسؤلینو په شتون کې وشوه.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د لا زیاتې همغږۍ او په انسټېټیوټونو کې د تدریسي سیسټم ښه والي په اړه خبرې وکړې، چې په کې د خصوصي روغتیایي انسټېټیوټونو مسؤلینو هم خپل وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

د مالې او ادارې چارو مرستیال، په خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو کې د تدریسي سیسټم په ښه والي او لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او  ژمنه یې وکړه، چې د دوی وړاندیزونو ته به رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او د ګیټس بنسټ له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې حوزې مشرې اغلې دوکتور حنان البلخي او د ګیټس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه

یاده مرسته د یونیسف نړیوالې ادارې له لوري شوې، چې د  روغتیايي خدماتو په پیاوړتیا او د ناروغانو په درملنه کې به ارزښتناک رول ادا کړي او د مرکز قلات او اړوندو ولسوالیو په ۴۷ روغتیايي. . .

BACK TO NEWS