د جمهوریت روغتون د ریفورم په موخه د ګڼ شمېر ریاستونو او ادارو له مسؤلینو ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۱۲:۳۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم په موخه د کور او ښار جوړونې وزارت د مسؤلینو په ګډون د ګڼ شمېر ریاستونو او ادارو له مسؤلینو ناسته ترسره شوه

ياده ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د پلان او پالیسۍ عمومي رئیس، ډاکټر میرویس احمدزي، د کور او ښار جوړونې وزارت مسؤلینو، د جمهوریت روغتون د منظمو روغتیايي چارو پر مخ وړولو لپاره د جوړې شوې کمېټې استازو او د دې روغتون د ریفورم په برخه کې اړوند مسؤلینو شتون درلود.

په دې ناسته کې د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د اړتیا وړ په بېلا بېلو طبي ماشینونو او تجهیزاتو د یاد روغتون پر سمبالېدو، د نویو روغتیايي  څانګو د فعالولو لپاره د ځای پر ځانګړي کېدو، د انتاني ناروغیو د درملنې ملي  او تخصصي روغتون کې د نوی ودانۍ پر جوړېدو، د موټر د تم ځای لپاره د ځای پر ځانګړي کېدو، د روغتون د غوره مدیریت لپاره د نویو کسانو پر ګمارنو او ورته نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د دې ناستې په پایله کې د کور او ښار جوړونې وزارت مسؤلینو ته دنده وسپارل شوه؛ تر څو د په انتاني روغتون کې د نوي ودانۍ د جوړولو په موخه نقشه او ډیزاین ترتیب او ژر تر ژره یې د عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.

همداراز د ملي پراختیا شرکت ته دنده وسپارل شوه، چې د یاد روغتون د تم ځای لپاره د خپل ځانګړي پلان له مخې نقشه او ډیزاین ترتیب کړي او له وروستي کېدو وروسته یې د یاد روغتون له ادارې سره شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS