د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عدلي طب د اړتیا وړ د نټورکینګ سیستم امنیتي کمرو،  داخلي ټلیفون،  ویډیو کنفرانس مخابرې، برېښنایي حاضرۍ، مایکروتیک او روتر د 1403 مالي کال  تړون چې د پېژندنې شمېره یې( GOV/MOPH/SFMP NCB/1403/G04) ده. د (لمر پاینت لوژستیکي خدماتو) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د  (59286) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (نادر پشتون واټ دوهمه ناحیه، مرکز کابل، افغانستان) کې دی. چې د تړون بیه یې (2,145,190) دوه میلیونه یو سل پنځه څلوېښت زره یو سل نوي افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د قرارداد د ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو  د قانون د دري  څلوېښتمې  مادې دوهمې فقرې په اساس ټولو ته  خبر ور کول کېږی، چې د افغان جاپان ساري ناروغیو درملنې روغتون په نظر کې لري، چې د ضرورت وړ یو  قلم ډیزل تېلو او دوه . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو په خوست ولایت کې د کوچیانو سویلي زون . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۴:۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د مرکز اداري . . .

Back to tenders