د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د دشت برچي 100 بستریز روغتون ریاست غواړي د دوه ډوله تیلو (ډیزل او پطرول) تړون، چې د پېژندې شمېره (MOPH/100DEB/NCB/1404/G005) ده، صفي حیات نوري لوژستیکي ګټونکي شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (79990) دی او موقعیت یې (مرکز کابل، پنځمه ناحیه، قمبر څلور لارې، څلویښت متره) کې دی، د (5969920) پنځه میلیونه نهه سوه نهه شپېته زره نهه سوه شل افغانیو په ټولیزه بیه ورکړي.
د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان د خپرېدو نیټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د دشت برچي ۱۰۰ بستریز روغتون ریاست د تدارکاتو مدیریت ته، چې د دیارلسمې حوزې دشت برچي د دولتي تیلو پمپ ته څیېرمه موقیعت لري، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
