د تړون ورکړې خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د سرطان ملي پروگرام لپاره د تنظیفاتي موادو چمتو کولو ) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1404 /NCB/G -1272)ده. د (ویدا ویرا لوژستیکي خدماتو ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (68699) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (قلعه موسی- لسمه ناحیه- مرکز کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (3,365,300) درې میلیونه درې سوه پنځه شپېته زره درې سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.