د بېرته راستنېدونکو هېودالو لپاره د روغتیایي خدماتو اړوند د بېلا بېلو ادارو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۲۶
MOPH

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف، UNHCR، IOM او UNFPA استازو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یادو سازمانونو له استازو څخه وغوښتل، چې د روغتیا وزارت سره د راستنېدونکو هېوادوالو روغتیایي ستونزو ته د رسېدنې برخه کې همغږي اوسي او د راستنېدونکو لپاره د بېړنیو او دوامداره روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې له دې وزارت سره همکار اوسي، په ځانګړې توګه په هغه ولایتونو کې چې راستنېدونکي په کې مېشت وي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، UNHCR، IOM او UNFPA استازو ژمنه وکړه، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ به د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنیو روغتیایي خدماتو ترڅنګ د مور او ماشوم خدماتو برخه کې هم همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS