د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې له روغتیايي مرکزونو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۴۹
MOPH

یاد نظارت د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د MOVE او SAF مؤسسو استازو سره په ګډه د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ کې له روغتیایي مرکزونو، روغتیایي ځالو، ګرځنده ټیمونو او درملتونونو څخه تر سره شو، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د درملو او طبي تجهیزاتو شتون، روغتیايي کارکوونکو، درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو ارزول وو، چې پایله کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه او درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او د غیر مجاز درملو د پلور مخنیوی وشو.

دغه راز د تړل شویو مرکزونو مسؤلینو ته لازم لارښودونه ورکړل شول او د عامې روغتیا وزارت د اصولو په تطبیق او معیاري روغتیايي خدمتونو وړانډې کېدو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS