د ایران په کوربه توب د G5 هېوادونو په ۲۸ مه غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت استازو ګډون وکړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۲۲:۵۹
G5

یاده غونډه چې د ایران په مرکز تهران ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان، ایران، عراق، پاکستان، تاجکستان او د روغتیا نړیوال سازمان استازو په کې ګډون درلود.

د افغانستان له لوري استازو په اوسني وخت کې د میندو روغتیا، ځوان نفوس ته وده ورکول، د کورني رواني او روحي روغتیا په اړه د غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه.

 همداراز د افغانستان له لوري د G5  استازو،  په سیمه کې د روغتیایي شاخصونو د ښه کولو لپاره د G5 هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د G5 ملګرتیا د سیمه ایزو تجربو د تبادلې، څارنې، ساري ناروغیو خپرېدو او له امله یې رامنځته شوو ناورینونو ته د ځواب ویلو لپاره غوره پلیټ فارم دی.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS