د اکمال تخصص رئیس د بدخشان ولایتي روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۲۰:۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل پلاوي شمال او شمال ختیځ ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې د بدخشان ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

د یاد سفر په ترڅ کې، چې موخې یې په روغتونونو کې د اکمال تخصص اړوند کریکولم پلي کول او د تخصص په برخه کې د ټریني متخصصینو او ټرینرانو ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اورېدل دي، په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل نظارتي پلاوي د بدخشان ولایتي روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه هر اړخیزه لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلو څانګو له ټریني متخصصینو او ټرینرانو سره ناسته ترسره، په دې برخه کې شته ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د اکمال تخصص د ځانګړي کریکولم د پلي کولو برخه کې یې هغوۍ ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۷
Background image

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست په انګړ کې د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د یو جوړ شوي جامع مسجد پرانیست غونډه ترسره شوه

دغه جامع مسجد د یو سوداګر په شخصي لګښت جوړ شوی او په یوه وخت کې د شاوخوا پنځه سوه کسانو ظرفیت لري، چې پرانیست غونډه کې د پکتیکا والي، د عامې روغتیا وزارت استازو، بېلابېلو دولتي مسؤلینو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ۲۳ تنو کارکوونکو ته د معیار جوړونې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو

یاد ورکشاپ چې د سټنډرډونو ملي ادارې ټرینرانو له لوري د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي کارکوونکو ته تر سره شو، چې موخه یې د یادو ادارو ترمنځه ښه همغږي، د نویو معیارونو. . .

BACK TO NEWS