د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لورې د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته اصلاحي وینا تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۵:۱۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظارت رئیس، ښاغلي مولوي فضل الربي فضلي د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته د اسلامي اصولو په رڼا کې د یاد وزارت د قوانینو پلي کولو په موخه اصلاحي وینا ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث مولوي محمد طاهر حلیم، د ارشاد او دعوت رئیس ښاغلي شیخ محمد قسم حقاني، د وزارت یو شمېر نورو رئیسانو او کارکوونکو شتون درلود.

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظارت رئیس، مولوي فضل الربي فضلي وویل:( د امرباالمعروف او نهي عن المنکر قوانینو پلي کولو موخه د ټولنې اصلاح کول دي او موږ د عامې روغتیا وزارت له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو غواړو؛ څو په دې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.

نوموړي همداراز د عامې روغتیا وزارت له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو وغوښتل، چې خپله ظاهري بڼه او سیرت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قوانینو له مخې برابر او یاد قانون په اړوندو ادارو کې پلي کړي.

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، شیخ الحدیث مولوي محمد طاهر حلیم او د ارشاد او دعوت رئیس شیخ محمد قاسم حقاني هم ګډونوالو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قوانینو پلي کولو اړوند خبرې ترسره کړې او په دې برخه کې یې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۱۳
Background image

ننګرهار ولایت کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول او د له‌ منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د جلال‌اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سيمو کې د درملو عمده پلورنځیو څخه د نظارت په پایله کې دوه ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل راټول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۹:۴۸
Background image

د مجاز درملو د ملي لېست د بیاکتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د کلینیکي ازموینو د تنظیم او کنټرول امریت له لوري د تخصصي روغتونونو د متخصصینو، د کابل طبي پوهنتون استازو، د فارمسي پوهنځي علمي کادر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده یوولسمه فقره

که د خوراکي توکو او درمليزو تأسيساتو جواز لرونکي، د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو د لېږد لپاره له غير معياري لېږد وسايلو څخه ګټه اخلي او په غير معياري زېرمتونونو کې يې ساتي، د. . .

BACK TO NEWS